د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید خپلې شخړې او اختلافونه د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې چین په فعاله توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړتوب هڅې کوي، ترڅو شخړې کمې او اړیکې ښې کړي.
هغه ټینګار کړی چې بیجینګ به د خپل سازنده رول په ترسره کولو کې دوام ورکړي، تر څو د کابل او اسلام آباد تر منځ تاوتریخوالی کم شي او د دواړو هېوادونو اړیکې لا نږدې او مستحکمې شي.

