د چین د لیائونینګ ولایت په شمالي ښار کې نن په یوه رستورانت کې د اورلګیدنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د چین دولتي تلویزیون د پېښې پخلی کړی؛ خو د اورلګېدنې د دقیق لامل په اړه یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ له سیمهییزو چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره د پېښې علت معلوم کړي.
د یادونې ده، چې په چین کې د تېرو کلونو په ترڅ کې د ګازو د نللیکو او د خوندیتوب د اصولو نه رعایت له امله څو ورته پېښې رامنځته شوې دي، چې پکې انساني تلفات هم رامنځته شوي دي.

