د چین پخوانی د کرنې او کلیو چارو وزیر تانګ رنجیان ته د بډو اخیستو په تور د جیلین ولایت محکمې د مرګ سزا اورولې ده.
د شینهوا دولتي اژانس راپور ورکړی چې دغه حکم د دوو کلونو په تعلیق سره ورکړل شوی دی.
رپوټ وايي تانګ د ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۴ پورې په بېلابېلو دندو کې نږدې ۳۷ میلیونه ډالر په نغدو او شتمنیو کې بډې اخیستې وې.
هغه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې، د فساد ضد ادارې د څېړنو له پیل شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، له دندې لیرې او د کمونېست ګوند له غړیتوبه هم وشړل شو.
د یادونې ده چې د چین ولسمشر شي جینپینګ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د فساد ضد پراخې تصفیوي هڅې پیل کړي دي.

