د چین پوځ د تایوان ټاپو شاوخوا پراخ ځمکني، سمندري، هوايي او توغندیز پوځي تمرینات پیل کړي او ویلي یې دي، دا تمرینونه د تایوان د تش په نوم خپلواکۍ غوښتونکو او بهرنیو پوځي مداخلو پر وړاندې د جدي خبرداري په مانا دي.
د چین د پوځ د ختیځې قومندانۍ ویاند شييي ویلي، د «۲۰۲۵ عادلانه ماموریت» تر عنوان لاندې به ریښتینې ډزې هم ترسره شي او د تایوان شاوخوا پنځه سیمې به د لسو ساعتونو لپاره د سمندري او هوايي تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
دا پوځي تمرینات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې متحده ایالاتو تازه تایوان ته د ۱۱ میلیارد ډالرو څخه د زیاتو وسلو د پلور اعلان کړی او تایوان هم د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د ۴۰ میلیارد ډالرو اضافي بودجه منظوره کړې ده.

