له نشهیي توکو سره د ایران د مبارزې کمېسیون مشر حسین ذوالفقاري ادعا کوې چې نشهیي توکي افغانستان کې دننه په پټ ډول تولیديږي.
نوموړي ویلي، چې اوس مهال هیروین او متامفتامین افغانستان کې په ځمکتلو کې تولیديږي.
هغه ویلي، دا یو جدي مسئله ده او مخه یې باید ونیول شي.
ذوالفقاري وایي، دوی له افغانستان سره دوه کیلو متره ګډه پوله لري او اوس مهال له یو لوري مدیریت کېږي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې تل دا ډول ادعاوې ردوي.

