د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله حمیرا قادري وایي، د ملکي وګړو د وژل کېدو له پامه غورځول د منلو وړ نه دي.
هغې په یوه څرګندونه کې پوښتنه کړې: «ایا باید د ملکي وګړو وژل کېدل ونه وینو، او که یې ووینو نو بیا د طالبانو لابيګر بلل کېږو؟»
نوموړې دغه څرګندونې د خبریالې لینا روزبه د هغه خبرو په غبرګون کې کړې چې ویلي دي، خلک چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله غندي د طالبانو سره قومي تړاو لري.

