په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې او سیاسي فعالې څانګه صدیقي د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جرمونه بللي دي.
نوموړې پر خپله اېکسپاڼه د کونړ د وروستۍ پېښې له انځورونو سره لیکلي چې پر ملکي وګړو بریدونه د نړیوال بشري قانون له اساسي اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده او د جنګي جرمونو بېلګه بلل کېږي.
هغې دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د ملکي وګړو د وژنې په تړاو د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د واکمنو چارواکو څخه حساب وغواړي او د خلکو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

