د ښځو د حقونو فعالې څانګې صدیقي اعلان کړی چې نوموړې د هالنډ د D66 سیاسي ګوند له لوري د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته ځان نوماند کوي.
اغلې صدیقي وایي چې په سیاست کې د ښځو معنا لرونکی ګډون د هغې لپاره یو جدي او شعوري تعهد دی.
د هغې په وینا، ښځې د خپلو تجربو، د مسؤلیت احساس او له ټولنې سره د ژورې اړیکې له امله کولای شي سیاست لا انساني، عادلانه او حساب ورکوونکی کړي.
نوموړې زیاتوي چې D66 هغه سیاسي ګوند دی چې پر دیموکراسۍ، بشري حقونو، د جنسیتي برابرۍ او د خلکو پر فعال ګډون ټینګ باور لري او همدې ارزښتونو هغې ته دا جرأت ورکړی چې په رسمي ډول خپله نوماندي اعلان کړي.
څانګه صدیقي وایي چې د هغې نوماندي یوازې یو شخصي ګام نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې د ښځو، د کډوالۍ شالید لرونکو وګړو او ټولو هغو خلکو غږ پیاوړی کړي چې د برابر فرصتونو پر بنسټ د یوې عادلانه، پرانیستې او ټولشموله ټولنې غوښتونکي دي.
هغې ژمنه کړې چې که د خلکو باور ترلاسه کړي؛ نو د صداقت، روڼتیا او مسؤلیت له مخې به د عامه ګټو خدمت کوي او د خلکو غږ به د ښاروالۍ په پرېکړهکوونکو مجلسونو کې پورته کړي.

