دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانځایي سرچینې:نامعلومه وسله‌والو پخوانی ولسوال او د فاریاب د ولایتي شورا منشي...

ځایي سرچینې:نامعلومه وسله‌والو پخوانی ولسوال او د فاریاب د ولایتي شورا منشي محمد صالح وژلی

ځایي سرچینې وايي چې د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی منشي او د المار ولسوالۍ ولسوال، محمد صالح د یکشنبې په ورځ د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

پېښه د میمنې-المار پر لاره رامنځته شوې ده.

د نوموړي یو خپلوان ویلي، چې محمد صالح د طالبانو حکومت وژلی دی.

سرچینې زیاتوي چې محمد صالح د جمهوریت تر سقوط وروسته ایران ته تللی و؛ خو بېرته فاریاب ته راستون شوی او په وروستیو دوو کلونو کې یې سوداګریز او خیریه فعالیتونه درلودل.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here