ځايي سرچینې وايي، چې د ننګرهار ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د طالبانو په یو رنجر موټر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې په پایله کې درې طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دا پېښه تېره ورځ د غبرګولي په ۱۵مه رامنځته شوې.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

