د اسرائیل او امریکا له لوري د ایران پر ضد د جګړې د دوام په درېیمه ورځ، نن هم په تهران کې د درنو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
تازه اسرائیلي چارواکو ویلي چې د ایران د ځمکنیو پټو قومندانيو مرکزونه یې په نښه کړي دي.
بل لور ته د ایران بریدونه هم پراخ شوي دي چې د سپاه پاسداران ویاند ویاند ادعا کړې چې د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر یې هدف ګرځولی دی.
په همدې حال کې قطر اعلان کړی چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له امله یې د مایع طبیعي ګاز (LNG) تولید ځنډولی دی.
د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ویلي چې روان پوځي عملیات د ایران دننه د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره نه دي.
هغه ویلي:«موږ جګړه نه ده پیل کړې؛ خو موږ به یې پای ته ورسوو.»
بل لورته د ایران د عالي امنیت شورا منشي، علي لاریجانی، ټینګار کړی چې ایران د امریکا برعکس ځان د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کړی دی.

