د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، د پکتیکا ولایت په شکین، وازهخواه او تروو ولسوالیو کې د پاکستاني پوځ له لوري درانه توپونه او هاواني مرمۍ ویشتل شوې دي، چې له امله یې ملکي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د خبرياڼې له مخې، د شکین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د روژه مات پر مهال د یوه ملکي وګړي پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.
همداراز د تروو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د «غاټول» په نوم د یوه ملکي وګړي کور د ډيسي توپ په مرمۍ ویشتل شوی او په بشپړ ډول تخریب شوی دی.
په ورته وخت کې د برمل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو هم هاواني بریدونه شوي، چې د خلکو یو شمېر استوګنیز کورونه یې زیانمن کړي، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

