دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانپکتیا؛ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ...

پکتیا؛ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتیا ولایت د ډند پټان ولسوالۍ په حسن‌خېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، ماشومان له دغه ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال په تماس کې شوي چې چاودنه پرې شوې.

که څه هم ځینې اوسېدونکي دا پېښه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه بولي؛ خو د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې وايي چې دا مواد د پخوانیو جګړو پاتې شوني وو.

ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here