د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د تېلو پمپ یوې څاه ته څلور تنه لوېدلي، چې یو یې مړ او درې نور یې ژغورل شوي دي.
د پکتیا د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، منیب ځدراڼ ویلي، چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، ژغورل شوي کسان د امنیتي ځواکونو له لوري پر وخت روغتون ته وړل شوي، چې اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

