د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جرګې په تالار کې ویلي، د جرګې ګډونوال باید نن پرېکړه وکړي، چې په ۶۰ ورځو کې ټيټيپي او د پاکستان حکومت له پښتونخوا ووځي.
هغه ویلي، د پښتونخوا قومي مشران باید طالبان، ای ایس ای او ایم ای د ترهګریزو سازمانونو په نوم وپېژني.
نوموړي دغه راز ویلي، چې قومي مشران باید پرېکړه وکړي چې ډیورنډ کرښه پښتنو ته هېڅ حیثیت نه لري.

