د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جانيخېل سیمه کې وسلهوالو کسانو د ۱۱م ټولګي زدهکوونکی، دین ولي، د هغه د کور دننه د خپلې مور مخې ته په ډزو وژلی دی.
ځایي سرچینې وایي چې برید کوونکي د شپې له خوا کور ته ننوتي او پرته له کوم دلیل یې پر دغه تن ډزې کړې دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

