د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو هڅه کوي د ایران له ولس سره مرستې وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د لیدنې پر مهال وکړې.
پوتین د امریکا هوایي بریدونه پر ایران «یو بېدلیله تېری» وباله او د مسکو او تهران اړیکې یې «پراخې، ژورې او د باور وړ» وبللې.
عباس عراقچي د روسیې له دې دریځ څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: «روسیه نن د تاریخ او نړیوال قانون په سم لوري ولاړه ده.»
هغه ټینګار وکړ چې د ایران دولت له خپل حاکمیت او خاورې مشروع دفاع کوي.

