لیکوال: حمیدالله محمد شاه
الجزیره
ژباړه: ارمان افغان
حماسه میډیا
د کابل ښار له یوې لوړې غونډۍ څخه، د انټرکانټیننټل هوټل داسې ولاړ دی لکه یو چوپ شاهد، چې د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو ډراماتیک بدلونونه یې له نږدې لیدلي دي.
دا هوټل یوازې د کانکریټ او ښیښې یوه لوکسه ودانۍ نه وه، بلکې لکه څنګه چې برېتانوي خبریاله لېز دوسېت یې یادونه کوي، د یوه ملت د هیلو هنداره وه او بیا د هغو هیلو د ماتېدو نښه هم شوه.
د کابل په زړه کې د عصریتوب حباب
انټرکانټیننټل هوټل د ۱۹۶۹ کال د سپتمبر په ۹مه پرانیستل شو، هغه مهال چې پاچا محمد ظاهر شاه د افغانستان د عصري کولو پروژه رهبري کوله.
دا هوټل د برېتانیا حکومت له لوري د ۲.۵ میلیونه پونډه پور په مرسته جوړ شو او د «انټرکانټیننټل» د نړیوالې شبکې برخه و.
د معاصر تاریخ افغان څېړونکی ډاکټر احمد فهیم الجزیرې ته وایي:
«دا هوټل یوازې یو سیاحتي پروژه نه وه، بلکې یو سیاسي پیغام هم و. کابل غوښتل نړۍ ته وښيي چې د عصري نړۍ برخه ده او کولی شي ډیپلوماتان او سوداګر په یو ځای کې ومني.»
په هغه وخت کې، دا هوټل د یوه محافظهکار او بېوزله هېواد په منځ کې یو جلا نړۍ وه:شراب، لوېدیځه موسیقي، بهرنۍ ښځې د لامبو جامو کې، اروپایي پخلي کوونکي… او کابل ته د «منځنۍ اسیا پاریس» ویل کېدل.
خو دا «روښانه حباب»، لکه څنګه چې لېز دوسېت یې بولي، ډېر ژر وچاودېد.
له پوځي کودتاوو وروسته، بیا د شوروي یرغل، بیا کورنۍ جګړې…
انټرکانټیننټل له یوه سمبولیک لوکس ځای څخه، په ستړې او نیمه ویجاړې ودانۍ بدل شو، چې د افغان ولس د دردونو ژوندی ثبوت وګرځېد.
رحمتالله نیازی، چې د هوټل له پخوانیو کارکوونکو څخه دی، الجزیرې ته وایي:
«موږ به هر ځل د حکومت له بدلون سره، د مشرانو انځورونه بدلول. زما د کار په موده کې مې د شپږو مشرانو عکسونه بدل کړل. زه به هغوی نه پېژندلم، خو کار ته به مې دوام ورکاوه… زما مخې ته ډېر مخونه تېر شول، وختونه بدل شول، خو هېڅکله مې فکر نه کاوه چې هېواد به داسې سقوط وکړي.
لوېدیځو خبریالانو هغه مهال دې هوټل ته «د نړۍ تر ټولو بد هوټل» ویل؛ خو د کارکوونکو لپاره همدا ځای د کابل د ثبات وروستۍ نښه وه.
هغه څه چې د لېز دوسېت کتاب ځانګړی کوي، دا دي چې هغې د لویو جنرالانو پر ځای د عادي خلکو کیسې راخیستي دي.
هغې د استقبالي کارکوونکو، پخلی کوونکو، پاکوونکو او ساتونکو ژوند ته پام کړی، نه د جګړو نقشو ته.
د کورنۍ جګړې پر مهال، هوټل د بېوزلۍ نښه شوه: نه روانې اوبه وې، نه د تودوخې سیستم کار کاوه، نه ډوډۍ خوند درلود.
خونې د مجاهدینو د توغندیو پر وړاندې پناه ځایونه شوې وې.
لوکس څراغونه مات شوي وو، پوړونه بار بار ویجاړېدل او بیا رغول کېدل.
خو سره له دې، کارکوونکو خپل کار ته دوام ورکړی و.
د هغوی لپاره دا هوټل یوازې د کار ځای نه و، بلکې د ژوند وروستۍ هیله وه.
دا کیسه یوازې د یوه هوټل نه ده، بلکې د افغانستان د نیمې پېړۍ هنداره ده: له لوړو هیلو تر ژورو ماتېدنو پورې، نه د مشرانو له سترګو، بلکې د عادي خلکو له نظره.
لېز دوسېت هڅه کوي چې لوستونکي افغانستان د خپلو خلکو له سترګو وویني، د ورځني ژوند، هیلو، وېرې او بریاوو له لارې.
هغې د جنرالو او جګړې پر ځای د عادي افغانانو ژوند ته لومړیتوب ورکړی، ترڅو هغه انځورونه چې نړیوالې رسنۍ یې خپروي—یوازې جګړه، طالبان، چادري، ځانمرګي بریدونه—تغیر کړي او د خلکو انساني اړخ څرګند کړي.
فاطمه جلیل، افغانه څېړونکې، الجزیرې ته وايي:
«لېز دوسېت د یوې نادرې خبریالۍ لړۍ برخه ده چې وایي د جګړو پوهه له پخلنځي څخه پیل کیږي، نه له عملیات خونې. هغې د افغانستان خلکو ژوند ته ژوره کتنه کړې او ټولنې سره نږدې پاتې شوې.»
کتاب د هغو کسانو ورځنی ژوند بیانوي چې په هوټل کې یې کار کاوه: د استقبالي پرسونل ورځنی نظم، د سهار لمونځ، شین چای، تازه ډوډۍ او ساده خوراکونه، او په همدې ډول د افغانانو ورځنی ژوند او هیلې ښیي.
لېز دوسېت د کتاب له لارې غواړي لوستونکي ته وښيي چې افغانستان یوازې د جګړو او بحرانونو هېواد نه دی، بلکې خلک یې د عادي ژوند لپاره هڅه کوي، څو د هیلو او صبر ژوند وکړي.
هوټل د خپلې تاریخي دورې پر مهال د پام وړ پېښې هم ولیدې.
په ۱۹۷۱ کال کې، هوټل د فرانسوي ډیزاینر پییر بالمان د فیشن نندارې کوربه و، چې د ځینو لپاره د عصریتوب او پرانیستۍ جشن و، خو د نورو محافظهکارو لپاره یې فرهنګي جنجال راولاړ کړ.
.
د ټولنپوهنې کارپوه خالد حکیمي وایي:
«دولت د ښار او کلي ترمنځ د تفاوت د کمولو هڅه کوله، خو ښار ته د لوېدیځ ژوند معرفي کول د کلیوالو سخت غبرګون راوپاروه. دا تضاد د افغانستان د اوږدمهاله شخړو یو اصلي لامل و.»
هوټل د طالبانو لخوا هم دوه ځله په بریدونو وځپل شو (۲۰۱۱–۲۰۱۸)، ځکه دوی دا ودانۍ د غني او لوېدیځو ارزښتونو سمبول ګڼله.
یو ځوان جګړه مار یې په صراحت وویل:
«دا ودانۍ یوازې د شتمنو لپاره جوړه شوې ده.»
سره له دې ټولو پېښو، هوټل د خلکو لپاره تل د امید او ثبات یوه نښه پاتې شوې.
حضرت خان، چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته یې کار له لاسه ورکړ، وایي:
«زه هېڅکله امید له لاسه نه ورکوم. زه باور لرم چې انټرکانټیننټل به یو ځل بیا د کابل غوره هوټل شي.»
لېز دوسېت د دې کتاب له لارې د افغانستان نیمه پېړۍ د خلکو ژوند، هڅې، ستونزې او هیلو ته ژوره کتنه وړاندې کوي، او لوستونکي ته ښيي چې د جګړو تر څنګ د افغانانو انساني اړخ او د عادي ژوند هیلې هم شته.

