چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهپه پښتونخوا کې ملتپالنه باید له اوږدې تېروتنې راویستل شي!

په پښتونخوا کې ملتپالنه باید له اوږدې تېروتنې راویستل شي!

لیکوال احمد شاه ساحل

منظور پښتین ورو ورو خبره د پښتون له واړه چوکاټه باسي او د افغانیت لویې دایرې ته یې داخلوي. موږ په دې اړه ډېر وړاندې هم لیکلي وه. مهمه دا ده چې د لر پښتنو خپلواکي او بل هر مطلوب هدف یوازې پر همدې مسیر شوني او ترلاسه کېدلی شي.
ملتپال سیاست هم همدې ته وايي. ته که پښتون یې، او د پاکستان په ملت ور ګډیږې؛ بیا په حقوقي لحاظ هم افغان نه شې بلل کېدلی، بلکې پاکستانی بلل کیږې. تاسې که د لر پښتنو شناختِ کارټونه، پاسپورټونه او نور رسمي اسناد چیک کړئ، دوی ته یې ”پاکستانی“ لیکلی، نه افغان. دا ځکه چې پاکستان پوهیږي افغان د یو مشخص قوم نوم نه دی، بلکې د یو ملت نوم دی، او د پاکستان ملت افغان نه دی. نو ته که افغان یې، صرف او صرف د افغانستان یې. او که د بل هیواد د ملت برخه ګرځې، په اتومات ډول ستا ملي هویت(افغان) ورسره تغیر کوي او د هغه هیواد اړوند هویت اخلې. دغه راز که د لر پښتانه د پاکستان په ملت ور ګډيږي، دوی به پښتانه وي، خو افغانان نه.
د مثال په توګه: زلمی خلیلزاد پښتون دی، خو افغان نه؛ بلکې یو امریکايي دی. که څه هم په افغانستان کې او بیا پسي را تېر شه، په لغمان کي زېږېدلی.

بناً، د پاکستان تر حاکمیت لاندې پښتنو کې یوازې منظور پښتین افغان دی، او د پي ټي ایم غړي. ځکه دوی د پاکستان اساسي قانون چې په هغه کې ملي هویت تعریفیږي، نه مني. خو هغوی چې دا قانون مني یا یې سمدلاسه تحفظ ته را ولاړ شوي؛ په هیڅ حقوقي، قانوني او منطقي اساس افغانان نه شي بللی کېدلی. دا چې بیا هم د افغانیت چغې وهي؛ شاید پوهیږي نه، یا یوازې په دې توګه خلک تېرباسي.

په پښتونخوا کې ملتپالنه باید له اوږدې تېروتنې راویستل شي. ملتپالنه پښتونپالنې ته نه وايي. خو هلته یې ځیني په غیر شعوري توګه پښتونولۍ یا پښتونپالنې ته منسوبوي. په داسې حال کې چې پښتون ته ”ملیت“ ویل کیږي او پالنې ته یې ”ملیتپالنه“ او افغان ته ”ملت“ ویل کیږي، او پالنې ته یې ”ملتپالنه“. یعني دلته دوه اصطلاحات(ملیتپالنه او ملتپالنه) سره ګډیږي. ملتپالنه مانا افغان پالنه او ملیتپالنه مانا پښتون پالنه. ملیت مانا قوم، او ملت بیا د قومونو مجموعه ده چې د پښتون ترڅنګ تاجک، بلوڅ، هزاره، ازبک او نور قومونه هم پکښي راځي.

که منظور پښتین خبره له وچې پښتونولۍ افغانیت ته راباسي، نو یو خو به لر پښتانه بیرته خپل اصلي هویت ته ور وګرځوي، بل دا چي موږ ته به کار اسانه کړي، او مهمه ګټه به یې دا وي چې په افغانستان کې مېشت نور قومونه لکه تاجک، ازبک، هزاره او نور… به هم د لر او بر د یووالي په مبارزه کې را شریک شي. یعنې هغوی ځانونه ”د پښتون او پښتون“ په یوځای والي کې ډېر مسول نه ګڼي او نه په دې برخه کې کوم ځانګړې لیوالتیا لري. خو که خبره ”د افغان او افغان“ د یووالي شي، بیا رامخته کیږي. متاسفانه په دوی کې یو ډول ناسم تصور له ډېر پخوا را روان دی چې که لر او بر سره یو شي، نو په دې سره به د پښتتو شمېر نور هم زیات شي او ګواکې دا به په اوږد مهال کې د دوی په زیان تمام شي. اما موږ که د لر او بر د یووالي دا داعیه له پښتونه افغان ته را بدله کړو، یعنې د پښتون په توګه نه، بلکې د افغان په توګه د دوی یو ځای کول وغواړو، بیا نه یوازې دا چې پر نورو قومونه به یې ذهناً منفي اغیز نه وي، بلکې هغوی به هم په دې ملي کار کې ځانونو مسول وبولي او برخه به واخلي.

منظور پښتین نن تازه د ملي فکر په اړه ځینې څرګندونې کړي. حتا دا چې وايي د پاکستان دښمني د پښتون سره نه، بلکې د افغان سره ده.
ډېر وړاندې یې یو ځل راته ویل چې زه ځکه د لر او بر سیمو نومونه او پيښې په یوځایي توګه بیانوم چې لر میشتي پښتانه فکر وکړي او دې ته یې سوچ شي چې د باجوړ او پکتیکا څه اړیکه ده، د تیراه او غزني، د کندهار او وزیرستان نومونه ولې یوځای یادیږي.

د پایلې په توګه باید ووایم که منظور پښتین دا وړوکی چوکاټ په لا ښه توګه ماتوي، او غواړي یو ښه اغیز رامنځته شي، نو لکه څنګه یې چې قبیلوي کړۍ ماته او له ”محسود“ څخه ځان پښتون کړ، هغسې اوس باید دا قومي چوکاټ هم مات او له ”پښتون“ څخه خپل تخلص ”افغان“ ته واړوي.

منظور افغان، هو افغان!

څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنگه.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here