په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ دویم سکرټر دانیال حسنین د افغانستان د بشري، انساني او ټولنیز اقتصادي وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې.
هغه د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنر راپور وستایه او د ښځو او نجونو پر ضد روان محدودیتونه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف بللي.
د اسلامي همکاریو سازمان له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو د زده کړې او کار حقونه تضمین کړي.
دغه سازمان د نړۍوالو مرستو کمښت ته هم اندېښنه لري او ټینګار کوي چې بېړنۍ مرستې باید زیاتې شي ترڅو د زیانمنو قشرونو ملاتړ وشي.
حسنین له افغان ولس سره د یوالۍ ژمنه کړې او ویلي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي، ځکه دا نه یوازې افغانان بلکې سیمه او نړۍ هم اغېزمنوي.

