په عمان کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست حافظ عمر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیخ خلیفه بن علي بن عیسی الحارثي سره په مسقط کې لیدنه کړې ده.
د طالبانو حکومت سفارت د معلوماتو له مخې، دا کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.
په دې لیدنه کې د افغانستان پر وروستیو سیاسي او ټولنیزو حالاتو خبرې شوې او دواړو لورو د سیاسي تفاهم، اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې د کتنې یوه مهمه برخه په عمان کې د مېشتو افغان وګړو ستونزو ته ځانګړې شوې وه.
په دې برخه کې د کونسلي خدمتونو د اسانه کولو، اسنادو د چارو د چټکتیا او اړوندو اسانتیاوو د ښهوالي غوښتنه شوې.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې د افغانانو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لپاره به لازمې همکارۍ ترسره شي.

