په فاریاب کې د ټرافیکو مسوولینو ویلي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ په کوتل ګردنه سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د ټرافیکو مدیر عبدالجبار روحاني وايي، دا پېښه د لېندۍ په ۴مه د سهار لس بجې د موټرو د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
ټپیان د میاندرې کلینیک او میمنې روغتون ته انتقال شوي دي.
د چارواکو په وینا، قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکي وو چې د واده مراسمو ته روان وو.

