حماسه میډیا ته یو شمېر باوري سرچینو تایید کړې چې د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي له دندې ګوښه کړی او پرځای یې د لوړو زده کړو اوسنی وزیر شیخ ندا محمد ندیم د امر باالمعروف وزیر ټاکل شوی.
سرچینې دغه راز ویلي چې شیخ هبتالله اخوندزاده دا کار د خپلو فرمانونو د ښه تطبیق په موخه ترسره کړی دی.
یادې سرچینې ویلي، چې ندا محمد ندیم شیخ هبتالله ته نږدې کس دی او د هغه هر امر پر ځای کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د ګڼو اختلافاتو د رامنځته کېدو خبره کېږي.

