د ښځو د آزادۍ غوښتونکو غورځنګ په غور ولایت کې د عابدې په نوم یوې ځوانې نجلۍ د زړهبوږنوونکې ځان وژنې پېښه سخته غندلې ده.
دغه غورځنګ وایي، دا پېښه د طالبانو د ظلم، د ښځو ضد چلند او د بشري حقونو د مدافعو ادارو د چوپتیا څرګند ثبوت دی.
د دوی په وینا، عابده د کورني تاوتریخوالي او نارینهمحورې ټولنې پر وړاندې د ژوند پر ځای مړینه غوره کړه او ځان یې وسوځوو.
یاد غورځنګ د یوه بېطرفه، شفاف او خپلواکه تحقیق غوښتنه کړې او له نړیوالو ادارو یې غوښتي چې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي او د طالبانو جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

