د ایران د سیستان و بلوچستان په مرکز زاهدان کې د شنبې په ورځ وسلهوالو د ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د سپاه پاسداران د قدس قرارګاه په وینا، ډېری قربانیان عام خلک دي او په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
دوی زیاتوي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د سپاه په وینا، درې بریدګر چې چاودیدونکي واسکټونه یې درلودل، په نښته کې وژل شوي دي.
بل لورته بیا وسلهوالې ډلې جیشالعدل د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې هدف یې د محکمې قاضیان او کارکوونکي وو، کوم چې د دوی په وینا د بلوڅو لپاره د اعدام حکمونه او د کورونو د ویجاړولو پرېکړې کوي.
جیشالعدل ادعا کړې چې په برید کې یې تر ۳۰ زیات امنیتي او قضایي مامورین وژلي.

