د طالبانو حکومت په یوه تازه اعلامیه کې د اسرائیلو لخوا په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر پر ضد هوايي برید په سختو ټکو غندلی دی.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه برید د ټولو انساني موازینو خلاف وحشیانه عمل دی.
هغه لیکلي:«صهیونیست رژیم په مکرر ډول او خورا په بې باکۍ سره د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلپسې جنایات ترسره کوي، خو په وړاندې یې مؤثر هېوادونه او نړیوال سازمانونه چوپ دي چې دا خورا د تأسف خبره ده.»
اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د اسرائیلو پر ضد عاجلې او مؤثرې کړنې ترسره کړي، د هېوادونو د حریمونو درناوی وکړي او په فلسطین کې د روان ظلم او وحشت مخه ونیسي.
اعلامیه زیاتوي:«له الله تعالی څخه غواړو چې صهیونیستان په سخت شکست سره محکوم کړي، ترڅو د نړۍ لپاره د عبرت ستر درس وګرځي.»

