د طالبانو استخباراتو اړوند المرصاد ادعا کړې، چې محمد شریف الله د کابل د هوایي ډګر د برید اصلي طراح نه دی.
المرصاد ویلي، چې محمد شریفالله د داعش خراسان له اعلان وروسته له دې ډلې سره یو ځای شوی و او د افغانستان د پخواني حکومت استخباراتو په ۲۰۱۹ کې نیولی و، چې بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له زندان څخه تښتیدلی وو.
یادې رسنۍ زیاته کړې، چې محمد شریفالله د داعش په لیکو کې د انجنیر شریف، جعفر او اجمل په نومونو هم مشهور و او د دې ډلې امنیتي مسوولینو ته یې لارښوونه کوله.
المرصاد دغه راز ویلي، طالبانو په ۲۰۲۳ کال د اپرېل په میاشت کې د داعش دوه مشران، عبدالله کابلی او ډاکټر حسین، په هرات کې ووژل، چې د دوی له وژنې وروسته امریکا ادعا وکړه چې دغه کسان د کابل هوایي ډګر د برید طرح کوونکي وه.
المرصاد تور پورې کړی، چې د ټرمپ اداره او پاکستان د کابل هوایي ډګر د برید په تړاو د محمد شریفالله بې ځایه تبلیغات کوي.
د المرصاد په خبره، د محمد شریفالله نیول کېدل د داعش-خراسان څانګې د پټنځایونو شتون د پاکستان دننه تاییدوي.
د یادونې ده چې تېره ورځ پاکستان امریکا ته د ۲۰۲۱ کال د کابل هوایي ډګر مخته د برید طراح سپارلی او دغه کس امریکا ته انتقال شو.

