چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانپه بدخشان کې د طالبانو خپل‌منځي نښته؛یو طالب وژل شوی او دوه...

په بدخشان کې د طالبانو خپل‌منځي نښته؛یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

ځایي سرچینې وایي، د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو ترمنځ خپل‌منځي نښته رامنځته شوې چې له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن د خُستک درې په ایله کلي کې هغه مهال شوې، کله چې د طالبانو غړي د والیبال د یوې لوبې پر مهال په لفظي شخړه اخته شول او بیا یې یو پر بل ډزې وکړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here