ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د حکم له مخې، سید مجید ابنالرضا د دغه هېواد د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
دا ټاکنه په داسې حال کې شوې چې د ایران پخوانی د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده د امریکا او اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوی ټاکل شوی سرپرست به تر هغه وخته د دفاع وزارت چارې پر مخ وړي څو رسمي او دایمي وزیر وټاکل شي.

