یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانپه افغانستان کې د نوري فایبر قطع کیدل؛طالب وزیر حمدالله نعماني استعفاء...

په افغانستان کې د نوري فایبر قطع کیدل؛طالب وزیر حمدالله نعماني استعفاء کړې

حماسه میډیا ته یوې باوري سرچیني ویلي، چې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني استعفا ورکړې.

د سرچیني په خبره، حمدالله نعماني د نوري فایبر د انټرنېټ د بندیدو په مسله کې د طالبانو مشر ته خپله استعفاء وړاندې کړې او له تیرې اونۍ دندې ته نه دی ستون شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د شیخ هبت‌الله په امر د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ او ویل کېږي چې دا چاره به ټولو ولایتونو کې ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here