د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د افغانانو د کرکې او غندنې پراخ غبرګون زموږ د ملي پوخوالي او یووالي ښکاره نښه شوه.
ښاغلي غني په یوه مفصل پیغام کې څرګنده کړې چې په پکتیکا، خوست او کونړ کې د ملکي خلکو په نښه کېدل ناروا تېری دی او باید سمدستي ودرول شي.
هغه ویلي، افغانستان له ټولو اسماني احکامو او نړیوالو اصولو سره سم د خپل هېواد د دفاع بشپړ حق لري او دا دفاع قانوني او مشروع ده.
غني ټینګار کړی چې افغانستان د لسیزو راهیسې د نااعلان شوې جګړې قرباني دی او د زور له لارې د سیاسي ستونزو حل ناشونی دی.
نوموړي د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولسونه هم د جګړو قربانیان دي او دواړو لورو ته ګډ دردونه متوجه دي.
ښاغلي غني په خپلو څرګندونو کې د پاکستان له لوري د سیاسي مداخلې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه خپله وکړي.
هغه زیاته کړې چې اوسنی وضعیت د افغان په لاس د افغان د وژنې د بیا پیل خطر لري او باید مخه یې ونیول شي.
پخواني ولسمشر پر سیمه ییزو هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر موضوع د ګډ تعریف او عملي چوکاټ رامنځته کړي، ځکه د ده په وینا اوسنۍ تګلاره د سیمې د لا ناامنۍ لامل ګرځي.

