پنټاګون د ۲۰۲۶ کال لپاره د امریکا د ملي دفاع ستراتېژي خپره کړې او ویلي چې د ایران حکومت د وروستیو جګړو او پوځي فشارونو وروسته تر بل هر وخت کمزوری شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د ایران نیابتي ډلې سختې زیانمنې شوې او د اسرائیل عملیاتو حزبالله او حماس کمزوري کړي دي.
په سند کې راغلي چې امریکا د حوثیانو پوځي توان راکم کړی او د امریکايي کښتیو د تګ راتګ ازادي یې بېرته ټینګه کړې ده.
پنتاګون خبرداری ورکړی چې که څه هم نیابتي ځواکونه کمزوري شوي؛ خو ښايي د بیا منظمېدو هڅه وکړي.
د امریکا دفاع وزارت ټینګار کړی چې اسرائیل او د خلیج فارس د سیمې شریکان اوس د ایران او د هغه د نیابتي ډلو پر وړاندې د ځان د دفاع ښه توان لري او امریکا به د ابراهیم تړونونو پر بنسټ له سیمهییزو متحدانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

