روسیې د جمعې په شپه پر کییف پراخ هوايي بریدونه کړي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې په دې برید کې ۲۵۰ ډرونونه او ۱۴ بالستیک توغندي توغولي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پراخو اورونو سبب شوي دي.
دوی زیاتوي چې ۲۴۵ ډرونونه او شپږ توغندي یې شنډ کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه بریدونو کې پنځلس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا شپه د اوکراین لپاره یوه سخته شپه بللې او له نړیوالې ټولنې یې د نوو بندیزونو غوښتنه کړې.

