په پاکستان کې د سرو زرو په بازار کې بېساری بدلون راغلی او بیې په چټک ډول لوړې شوې دي.
د آل پاکستان جمز او جیولرز ایسوسی ایشن له مخې، د سرو زرو د یوې تولې بیه ۲۶۰۰ روپۍ لوړه شوې، چې له دې سره د فی تولې قیمت ۴۵۴ زره او ۸۶۲ روپیو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه هم ۲۲۲۹ روپۍ زیاته شوې او اوس په ۳۸۹ زره او ۹۷۰ روپیو پلورل کېږي.
پاکستان په اقتصادي، سوداګریزو او نړیوالو بازارونو کې یو کمساری هیواد بلل کېږي چې له مخې یې د دغه هیواد د پورونو کچه هم بې سارې لوړه شوې.

