جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهپر غزې د اسرائیلو تیرې؛په هوایي برید کې د ماشومانو په ګډون...

پر غزې د اسرائیلو تیرې؛په هوایي برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي

د اسرایيلي هوايي ځواکونو په یوه برید کې چې د غزې تړانګې د دیر البلاح ښار په یوه طبي مرکز شوی د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د قربانیانو له ډلې یې تر ټولو کوچنی دوه کلن او تر ټولو مشر ۱۴ کلن ماشوم و.

پدې برید کې درې ښځې او څلور نارینه هم وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وویل چې د برید هدف د حماس یو غړی و چې د اکتوبر د ۷مې په بریدونو کې ښکیل و.

پوځ په یوه بیان کې وویل: “موږ د ملکي تلفاتو له راپورونو خبر یو او د پیښې په اړه څېړنه کوو.”

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here