جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهپر سوریې د اسراییلو له برید وروسته؛ترکیې له اسراییلو سره سوداګریزې اړیکې...

پر سوریې د اسراییلو له برید وروسته؛ترکیې له اسراییلو سره سوداګریزې اړیکې پرې کړې

ترکیې د اسراییلو له‌خوا د دمشق تر بمبار وروسته خپل رسمي اعتراض د استخباراتو له لارې اسراییلي چارواکو ته رسولی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سیمې له هېوادونو او امریکا سره اړیکې نیولي او ویلي یې دي چې هېواد یې له اسراییلو سره ټولې سوداګریزې اړیکي پرې کړي او خپل سفیر یې له تل‌ابیب را غوښتی دی.

ترکیې ټینګار کړی چې د سوریې په شخړه کې د ښکېلتیا اراده نه لري؛ خو د احمد شرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

اسراییلو پرون د سوریې پلازمېنه دمشق بمبار کړ او د دفاع او کورنیو چارړ وزارت ودانۍ یې په نښه کړه چې د دواړو وزارتونو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here