ټاکل شوې، چې د اسلامآباد کنفرانس دوهم پړاو دا ځل د لندن په کوربهتوب د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر بدیلو سناریوګانو تمرکز کوي.
د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د طالبانو حکومت مخالف افغان سیاستوال د پاکستان له نفوذ لرونکو سیاسي څېرو سره د احتمالي ګډ دریځ او سیاسي همغږۍ په اړه بحثونه وکړي.
سرچینې زیاتوي، چې دا غونډه یوازې د خبرو اترو تر کچې نه ده محدوده، بلکې د راتلونکو سیاسي حرکتونو لپاره د یوې همغږې اجنډا پر جوړولو هم تمرکز لري.
همداراز ویل کېږي، چې د پاکستان سیاسي کړیو له خوا د افغانستان له بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو سره اړیکې زیاتې شوې دي، څو د طالبانو حکومت پر وړاندې یو پراخ سیاسي چوکاټ رامنځته شي.

