د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوريپال ګوند غړي پت فالون په خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهیي د مطلق شر بشپړ سمبول دی او د ایران خلک د ازادۍ مستحق دي.»
نوموړي ټینګار کړی چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې ټول انتخابونه پر مېز دي او زیاته کړې یې ده چې د ایران حکومت ته هېڅکله اجازه نه شي ورکول کېدای چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.
په ورته وخت کې ۲۵ تنه ایراني ډاکتران او د روغتیايي سکتور فعالان، چې دننه او بهر مېشت دي، په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته ویلي، چې د ایران خلک نور د مذاکراتو او اصلاحاتو غوښتنه نه کوي، بلکې د اوسني اخوندي نظام د پای غوښتونکي دي.

