په اسلام اباد کې د امریکا سفارت خپلې ورځنۍ چارې په موقتي ډول ځنډولې دي.
سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوسني امنیتي وضعیت له امله به په اسلاماباد کې سفارت او په لاهور او کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ د جمعې تر ورځې پورې د ویزو ټولې ټاکل شوې مرکې لغوه کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو له امله شوې ده او د وضعیت له ارزونې وروسته به د هر ډول نوي بدلون په اړه نور معلومات له عامو خلکو سره شریک شي.
سفارت له مراجعینو غوښتي چې د نوې نېټې او لارښوونو لپاره د رسمي اعلاناتو څارنه وکړي.

