د راپورونو له مخې، پر افغانستان د تېرې شپې له بریدونو وروسته پاکستان د احتمالي غچاخیستنې له وېرې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې په پنجاب کې بېړنی حالت اعلان شوی.
یادې رسنۍ وایي چې د پوځي مرکزونو ترڅنګ د عامه ځایونو او مذهبي غونډو د خوندیتوب لپاره اضافي امنیتي ګامونه پورته شوي دي.

