په پاکستان کې د کریسمس یا د عیسویانو د اختر په مناسبت نن او سبا دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
عیسوي ټولنه هر کال د ډسمبر پر ۲۵مه د حضرت عیسی علیهالسلام د زوکړې اختر لمانځي، چې دا ورځ د پاکستان په ملي کچه هم د رخصتۍ په توګه پېژندل کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روانې میاشتې پر درېیمه اعلان کړی و، چې د ډسمبر پر ۲۵مه به د محمد علي جناح د زوکړې او د کریسمس د خوښۍ په مناسبت عمومي رخصتي وي.
همداراز، وزارت ویلي چې له عیسوي ټولنې سره د یووالي او پیوستون د څرګندولو لپاره به د ډسمبر ۲۶مه هم رخصتي وي.
په دې اړه ځینې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د ډسمبر پر ۲۶مه به یوازې عیسوي وګړي رخصت وي؛.خو نورې رسنۍ بیا وایي چې دا ورځ به ټولو دولتي او خصوصي ادارو ته عمومي رخصتي وي.
د یادونې ده چې په پاکستان کې د ډیسمبر په شلمه ښوونځي هم رخصت شوي او زده کوونکو ته ویل شوي چې د جنورۍ په شپږمه بیرته خپلو ښوونځیو ته راشي.

