په اسلاماباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني سفیر منصور احمد خان سره یې لیدنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې د کابل او اسلاماباد د اړیکو د اوسنیو ستونزو او همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
شکېب زیاتوي چې دوی د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا هم خبرې کړي دي.

