د پاکستان مرکزي بانک له لوري د پالیسي سود کچې ۱۰.۵۰ سلنې ته د راکمولو پرېکړې د دغه هېواد دننه ژور اختلافونه راپارولي دي.
د بهرنیو پانګهوالو د سوداګرۍ خونې (OICCI) دا ګام محتاط او مثبت بللی، خو د پاکستان لویو سوداګریزو او صنعتي ټولنو ویلي چې دا کمښت ناچیز دی او د اقتصاد د احیا لپاره هېڅ اغېز نه لري.
د سوداګرۍ خونې مشران وایي، سره له دې چې انفلاسیون کم شوی، خو په پاکستان کې د پور اخیستنې لګښتونه لا هم د سیمې له هېوادونو لوړ دي، چې له امله یې پانګونه کمه شوې، صنعتونه تر خپل ظرفیت کم فعالیت کوي او بېروزګاري مخ په زیاتېدو ده.
دوی ټینګار کوي چې تر هغه چې سود کچه تر یوې عددي کچې راټیټه نه شي، نه به تولید او صادرات وده وکړي او نه به اقتصادي ثبات رامنځته شي.

