خراسان ډایري د سیمهییزو سرچینو له قوله ویلي، چې ټيټيپي ډلې پورې تړلي وسلوالو کسانو د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ له لارې پاکستان ته د تګ هڅه کړې؛ خو د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
یادې رسنۍ ویلي، چې د دواړو لوریو تر منځ وسلهواله نښته شوې چې نږدې یوه ساعت یې دوام کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې وسلوال بېرته د کامدېش ولسوالۍ د ګاوردېش سیمې ته تښتېدلي دي.
سرچینو دغه راز ویلي، چې د نښتې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستاني ځواکونو پر ګاوردېش سیمه له ۴۵ زیات هاوان مرمۍ ویشتي دي.
د راپورونو له مخې، په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د کونړ ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

