د پاکستان او هند ترمنځ یو مهم تفاهم شوی، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه خپل پوځونه د مې تر ۳۰مې نېټې پورې د کنټرول کرښې او نړیوالې پولې پر اوږدو د سولې په حالت کې خپلو پخوانیو ځایونو ته ستانه شي.
سرچینې وايي، د دواړو هېوادونو د پوځونو د عملیاتو لوی رییسان (DGMO) د ځواکونو د تدریجي شاتګ بهیر همغږي کوي.
دا پرېکړه د امریکا او نورو هېوادونو په منځګړیتوب شوې او د روانې میاشتې له اوربند وروسته د باور جوړونې یوه بله هڅه بلل کېږي.
چارواکي دا چاره د سیمې د ثبات لپاره مثبت پرمختګ بولي؛ خو تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا رسمي څه نه دي ویل شوي.

