د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ددغه هېواد مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره خبرې کړې.
یاد وزارت ویلي، چې د خبرو په ترڅ کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزې همکارۍ په بېلابېلو برخو بحث کړی او د سیمهییزو پرمختګونو په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.

د وزارت په خبره، دواړو لوریو د سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د همکارۍ ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې د سیمهییزې سولې او پرمختګ لپاره به نږدې همکاري دوامداره وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا خبرې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا او د سیمهییزې سولې د ټینګښت لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

