چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان او ایران؛اسلام آباد کې د سياسي سلا مشورو ۱۳م پړاو کې،...

پاکستان او ایران؛اسلام آباد کې د سياسي سلا مشورو ۱۳م پړاو کې، د سیمې او نړۍ پر موضوعاتو د ګډ دریځ ژمنې کړي

پاکستان او ایران د خپلې دوه اړخیزې سیاسي اجنډا د پیاوړتیا په موخه د سیاسي سلا مشورو ۱۳م پړاو پای ته ورساوه.

دغه ناسته په اسلام‌اباد کې ترسره شوه چې مشري یې د پاکستان د بهرنيو چارو منشي آمنه بلوچ او د ایران د سیاسي چارو مرستیال وزیر مجید تخت‌روانچي کوله.

په غونډه کې دواړو هېوادونو د اړیکو ټول ابعاد ارزول شوي او له اقتصادي او سوداګریزو همکاریو نیولې تر انرژۍ، ټرانسپورټ نښلېدونې، تعلیم او ولسي تبادلو پورې خبرې کړي.

په دې پړاو کې، د سیمې او نړۍ پر مهمو جیوپوليټيکي تحولاتو هم بحث شوی.

پاکستان او ایران هوکړه کړې، چې ګډ اقتصادي کمېسیون (JEC) او ګډ تجارتي کمېټه (JTC) به په منظم ډول فعالې ساتي ترڅو د ګډو ګټو په برخو کې همغږي نوره هم زیاته شي.

د غونډې ګډونوالو په ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) کې د ګډ دریځ او متقابل ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی.

په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د سیاسي سلا مشورو راتلونکی پړاو به په تهران کې د دواړو لورو په خوښه نېټه ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here