د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل تحلیلي راپور کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت د داخلي اختلافاتو یوازینی حل د هبتالله اخندزاده د سخت کنټرول کمول دي.
دې ورځپاڼې ویلي، چې د طالبانو مشر باید د مخالفو غږونو اورېدنه وکړي او د ښځو د حقونو او ازادیو په برخه کې له سخت دریځۍ لاس واخلي.
ډان لیکلي، چې د طالبانو ترمنځ د قدرت جګړه د پاکستان او د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده.
ډان زیاته کړې، که هبتالله اخندزاده د مخالفو غږونو ته پاملرنه ونه کړي، نو کېدای شي نظام له دننه راپرېوځي.
یادې ورځپاڼې، که څه هم د طالبانو د داخلي اختلافاتو موضوعات “شایعات او ادعاوې” بللي، خو خبرداری یې ورکړی، چې په افغانستان کې داخلي درزونه ممکن د انسانانو د یو بل نوي فرار لامل شي او په دې هېواد کې مېشتې ترهګرې ډلې پیاوړې کړي.

