پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانپاکستانۍ رسنۍ:پاکستاني ځواکونو یو شمېر هغه وسله وال وژلي چې د افغانستان...

پاکستانۍ رسنۍ:پاکستاني ځواکونو یو شمېر هغه وسله وال وژلي چې د افغانستان له خاورې را اوښتل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په سپینوام سیمه کې یې له افغانستان څخه ورتلونکي شپږ مخالف وسله وال یې وژلي دي.

د ډیلي پاکستان د راپور له مخې، دا پېښه تېر ورځ رامنځته شوې، چې درې وسله‌وال پکې ټپیان شوي هم دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو کسانو غوښتل چې د افغانستان له خاورې څخه د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې ته لاړ شي، چې له پولیسو سره په نښته کې ګېر شوي او پاتې وسله وال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې ډاډ ورکړی، چې د دوی خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here