پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په وروستیو ساعتونو کې د دغه هېواد هوايي دفاع ځواک څو هندي بېپیلوټه الوتکې د پاکستان په فضا کې راغورځولي دي.
د معلوماتو له مخې، دا څارګرې ډرون الوتکې د پنجاب ایالت د چکوال، سیالکوټ، ګجرات، خاریان، ګوجرانواله، شکرګړه ښارونو او همداراز د پاکستان تر ادارې لاندې د کشمیر د برناله او کوټلي په سیمو کې لیدل شوې او هوايي دفاعي ځواکونو لهمنځه وړي دي.
د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي چې یوازې پرون یې هم اووه هندي ډرونونه، چې هڅه یې کوله د پاکستان فضایي حریم ته داخلې شي، راغورځولي دي.
بل لورته هند په دې اړه څه نه دي ویلي.

